د ایراني تخنیکي پلاوي لیدنه له مسلخ امارتي شرکت څخه

September 30, 2026 · 1405/07/08
5
2 min

د ایراني تخنیکي پلاوي لیدنه له مسلخ امارتي شرکت څخه


د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوي د نوی او معیاري مسلخ د جوړولو، د عصري کشتارخونو د تجربو، نوې ټکنالوژۍ او د غوښې د پروسس په برخو کې د ګډې همکارۍ او تجربو د تبادلې په موخه د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د مسلخ امارتي شرکت مسؤلینو د موجوده مسلخ د فعالیتونو، د حیواناتو د ذبحې او وترنري معایناتو، د غوښې د کیفیت او حفظ‌الصحې د معیارونو، سړو خونو او د غوښې د پروسس او بسته‌بندۍ په اړه ایراني پلاوي ته لازم معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د نوي او معیاري مسلخ د جوړولو، د عصري تجهیزاتو، پرمختللو تخنیکي سیستمونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو او تخنیکي پوهې د تبادلې په اړه خبرې وشوې.

د مسلخ امارتي شرکت مسؤلینو د معیاري او عصري مسلخ د جوړولو بهیر د غوښې د کیفیت، حفظ‌الصحې، حلال ذبحې او د هېواد د مالدارۍ د سکتور د ودې لپاره مهم وباله.

یاده لیدنه د افغانستان او ایران ترمنځ د تخنیکي همکاریو، تجربو د تبادلې او د غوښې د تولید او پروسس په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوه.

ـــــــــــــــــــ

دیدار هیأت تخنیکی ایران از شرکت امارتی مسلخ


هیأت تخنیکی جمهوری اسلامی ایران، به منظور ایجاد یک مسلخ جدید و معیاری، آشنایی با تجارب مسلخ‌های عصری، استفاده از تکنالوژی جدید و توسعه همکاری‌ها و تبادل تجارب در بخش پروسس گوشت، از شرکت امارتی تهیه گوشت و لبنیات (مسلخ) دیدار نمود.

در این دیدار، مسئولان شرکت امارتی مسلخ معلومات لازم را در مورد فعالیت‌های مسلخ موجود، ذبح حیوانات و معاینات وترنری، معیارهای کیفیت و حفظ‌الصحه گوشت، سردخانه‌ها و پروسس و بسته‌بندی گوشت به هیأت ایرانی ارائه نمودند.

همچنان، در مورد ایجاد یک مسلخ جدید و معیاری، تجهیزات عصری، سیستم‌های تخنیکی پیشرفته و تبادل تجارب و دانش تخنیکی میان دو کشور بحث و گفتگو صورت گرفت.

مسئولان شرکت امارتی مسلخ، ایجاد مسلخ معیاری و عصری را در راستای ارتقای کیفیت گوشت، رعایت اصول حفظ‌الصحه، ذبح حلال و رشد سکتور مالداری کشور مهم دانستند.

این دیدار به منظور گسترش همکاری‌های تخنیکی، تبادل تجارب و توسعه همکاری‌های مشترک میان افغانستان و ایران در بخش تولید و پروسس گوشت انجام شد