د غوښي او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د غوجل جوړولو پروژه؛
د غوښي او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت
د غوجل جوړولو پروژه؛
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د غوښي او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو د پراختیا، د څارویو د ساتنې او د غوښې د تولید د بهیر د ښهوالي په موخه د غوجل جوړولو پروژې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د دې پروژې اساسي موخه د څارویو لپاره د مناسب، پاک او معیاري چاپېریال برابرول دي، ترڅو څاروي په مناسبو شرایطو کې وساتل شي او د هغوی روغتیا ته لازم پام وشي.
د معیاري غوجل په جوړولو سره به د څارویو د ساتنې، تغذیې، څارنې او مدیریت لپاره مناسب شرایط برابر شي. همدارنګه، د پاکوالي او روغتیایي اصولو رعایت به د ناروغیو د خطر په کمولو او د غوښې د کیفیت په ښهوالي کې مهم رول ولري.
دغه راز، د څارویو منظم مدیریت او د روغتیايي معیارونو رعایت د سالمې غوښې د تولید، د مصرف کوونکو د خوندیتوب او د عامې روغتیا د ساتنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
مسلخ امارتي شرکت هڅه کوي چې د معیاري زیربناوو په رامنځته کولو او د مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو سره د هېواد د غوښې او لبنیاتو سکټور ته وده ورکړي او د هېوادوالو لپاره د سالمو او باکیفیته محصولاتو د برابرولو په برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.